واشنګتن- وى او اې نيوز- باختر دکب دمياشتې ٩
د امريکا دبهرنيو چارو وزيرجان کري وايي د روسيې دبهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره يې په پروني ټيلفوني اړيکه کې د اوکراين او دکريمه د حالاتو په باب هر اړخيزى خبرې وکړې او د اوکراين د امنيت ، اقتصاد او يوالي لپاره يې د روسيې دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
جان کري په واشنګټن کې د آلمان دبهرنيو چاروله وزير سره په ګډخبري کنفرانس کې زياته کړه سرګي لاوروف ټينګار کړى دى چې د اوکراين له پولي ته څيرمه د روسيې پوځي تمرينونه له پخوا څخه پلان شوي و او ددغه هيواد روانو حالاتو سره اړيکه نه لري .
روسيه دغه راز ټينګار کړى دى چې د اوکراين دځمکنۍ بشپړتيا درناوى کوي جان کري دغه راز وويل په اوکراين کې بدلونونه اوس له هغه پړاو څخه تير شوي دى چې ويکتوريانو کوويچ وغواړي د خپل جمهوري رياست په قانوني والى ټينګار وکړي.
0 1 دقیقه لوستل