روز نيز پرو ګرام جوړشو

کابلباخترد ثور دوه ويشتمه
د خبريالى د فن د زده کړې پروګرام نن په کابل کې د ايران د اسلا مي جمهوريت سفارت د فرهنګي څانګې له خوا د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړشو .
په دې روز نيز پروګرام کې چې د پنځو ورځو لپاره پيل شوى دى؛ د  باخترآژانس ، ملي راډيو ټلويزيون او د دولتي ورځپاڼو څه د پاسه پنځوسوتنوخبريالانو، عکاسانو اوفلم اخيستوونکوګډون کړي دي چې د ايران دخبري څانګې استادان د خبري عکاسى، خبري مرکې، خبر او رپوټ ليکلو، د رواني عملياتو د اصولو او فونونو ، خبري فلم اخيستنې مستند جوړولو او د سوژې د کره کتنې په برخوکې څرګندونې کوي .
دباختر آژانس دخبرله مخې: ددغه پرو ګرام دپرا نيستلو په مراسمو کې په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت دفرهنګي رايزني مسوول ډاکترجهانشاهې ددغه پروګرام د جوړولو د ارزښت اوهدف په باب خبرې وکړې او ويې ويل: په تيره څه د پاسه يوه لسيزه کې دافغانستان د اسلامي جمهوريت په رسانه يي برخو کې زيات پرمختګ کړى دى او له دې امله چې د ايران اسلامي جمهوريت په دې برخه کې ښې تجربې لري؛ ددغه پروګرام په جوړولو سره غواړو هغه تجربې چې لرو يې؛ غواړو ستاسو د هيواد رسنيو ته يې وړاندې کړو.
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي وويل: دموقتې ادارې له جوړولو وروسته يواځې ملي راډيو ټلويزيون ، څو محدودې دولتي ورځپاڼې او باخترآژانس خپرونې کولې چې د افغا نستان د اسلامي جمهوري دولت په تېره بيا د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير په پاملرنه په هيوادکې د رسنيو ودې ته د زمينو د برابرولولپاره نن اويا تصويري رسنۍ، يو سلو اويا راډيوګانې او په سلګونو چاپي رسنۍ په هيواد کې فعاليت کوي.
د اطلاعا تو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين څرګنده کړه چې په دې برياليتوبونو کې دوستو هيوادونو په تيره بيا د ايران اسلامي جمهوريت زيا ته همکاري کړي دي او د هيواد په ګوټ ګوټ کې زموږ خلک نن د رسنيو ترپوښښ لا ندې دي.
سيدمصدق خليلي په افغانستان کې د رسنيو د ودې په لاره کې د ايران د اسلا مي جمهوريت رول ښه وباله او ويې ويل: ديني، فرهنګي او ژبنيومشترکاتو ته په پاملرنې سره، ايران په دې لاره کې زياته ونډه ترسره کړې ده او ددغه پروګرام جوړول يې په افغانستان کې د رسانه يي برخې د پرمختګ په لاره کې د ايران د همکاريو له جملې څخه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته