روزګان کې ۳ روغتیایي مرکزونو ته طبي وسایل ووېشل شول
کابل، د غوایي ۲مه، باختر
د روزګان د عامي روغتیا ریاست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې ۳ روغتیايي مرکزونو ته د طبي وسایلو د وېش خبر ورکړی دی.
د روزګان مرستیال والي ملا باري ګل اخوند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د چنارتو، خاص روزګان او ګیزاب ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یونیسف په مالي ملاتړ د څښاک اوبو یو ذخیره جوړه او ګټي اخیستني ته سپارل شوې وه.