روزګان کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
کابل، د لیندۍ ۱۰ مه، باختر
د روزګان د اقتصاد ریاست مسوولینو د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه ۵۷۹ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د اقتصاد رییس مولوي مولاداد حسن باخترآژانس ته ویلي، چې د اوبو رسولو دغه شبکه د چورې ولسوالۍ په زرزیګي سیمه کې د میډایر نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ جوړه شوې، چې ورسره د سیمې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې د ۵۰ زره لیتره په وړتیا د اوبو لپاره د زېرمې جوړول، د سولر منظم سیسټم لګول او نوړ اړین ملحقات شامل دي.
باید وویل شي، چې د یادې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې نوموړي سیمې ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې دي.