کابل، زمري ۱۳مه، باختر
د روزګان د کرکټ آمریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کرکټ مسوول خیرالله افغان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز کې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په همکارۍ د ۹ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځي به دوام وکړي.
افغان وویل، چې له دې لوبو څخه موخه د ۲۰۲۵ کال دوهمو درجو ولایتی لوبو ته د غوره لوبغاړو پیدا کول په ګوته شوې.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې یاد ولایت د کرکټ ۵۰ اوریز ټورنمينټ جوړېږي.