روزګانیان: د مخابراتي شبکو تړل کېدو يې پر ورځنيو چارو منفي اغېز کړی دی
کابل / د چنګاښ ۸ مه / باختر
روزګانیان وايي په دغه ولايت کې له تېرو شاخوا ۲۶ ورځو راهیسې مخابراتي شبکې تړل شوې، چې د دوی پر ورځنیو چارو یې منفي اغېز کړی دی.
له تېرو شاخوا ۲۶ ورځو راهیسې د روزګان په مرکز ترينکوټ او ټولو ولسواليو کې مخابراتي شبکې تړل شوې او يوازې سلام مخابراتي شبک فعاليت کوي.
د دغه ولايت خلک وايي چې د مخابراتي شبکو په تړل کيدو سره، د دوی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.
د دغه ولايت دوه اوسېدونکي وکيل احمد او صفي الله وايي چې له کومه وخته چې مخابراتي شبکې تړل شوې، دوی په ډېرو ستونزو سره د خپلو کورنيو له غړو سره اړيکه ټینګوي او د هغوی حال احوال اخلي.
وکيل احمد او صفي الله وايي: ((له څو ورځو راهیسې شبکې بندې دي، موږ بیخي زيات په ستونزو کې يو، د خلکو له خولې څخه چې اورو وايي طالبانو بندې کړې دي، پخوا به موږ له خپلو کورنيو سره پر تلفن خبرې کولې، اوس وګوره پر موټر سايکل ورپسې ورځو او خپل کارونه اجرا کوو، موږ د روزګان خلک بیخي په غټ مشکل کې يو))
د روزګان اوسېدونکي له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د جګړې پر مهال ملکي خلک سپر نه کړي او هغو شرکتونو ته دې د فعاليت اجازه ورکړي چې ملکي خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
د روزګان بل اوسېدونکی احمد بلال وايي: ((که طالبان دي که حکومت دی، دواړه بايد د ملکي خلکو ژوند ته فکر وکړئ، اخير موږ څه وکړو؟ دوی دې موږ د جګړې په ډګر کې د سپر په توګه نه کاروي، زه د غنمو فصل ټولومه، اوس وګوره چې کورته مې کار شي ورپسې ورځمه، خو پخوا به ما زنګ واهه، زه له طالبانو او حکومت څخه غوښتنه کوم چې موږ ته دې ستونزې نه جوړوي او مخابراتي شبکې دې خلاصې کړي))
په ورته وخت کې د روزګان چارواکي بیا د مخابراتي شبکو د بندېدو پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي.
د والي وياند احمدشاه ساحل وايي چې ټولو خصوصي مخابراتي شبکو ته وسله والو طالبانو ګواښ کړي چې خپل فعاليتونه بند کړي.
هغه وايي: افغان حکومت هڅې پیل کړې چې خصوصي مخابراتي شرکتونه اړ کړي چې د خلکو لپاره فعالیت پیل کړي.
احمد شاه ساحل وايي: ((تاسو وګورئ طالبان تل ملکي خلک د جګړې په ډګر کې د سپر په توګه کاروي، د مخابراتي شبکو مسولينو ته طالبانو ويلي چې فعاليت بند کړي، اوس هم حکومت هڅه کوي چې د مخابراتي شبکو له مسولينو سره خبرې وکړي او مخابراتي شبکې بېرته فعالې شي، حکومتي کسان خو په هره لاره چې کېږي دوی خپلې ستونزې حل کولای شي، که شبکې بندېږي له ستونزو سره ولس لاس او ګرېوان کېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې په هېواد کې جګړو زور اخیستی چې زیات زیان یې ملکیانو ته اوړي.
وصال