ټولنه

روزګانیان د انتخاباتو له بهیر څخه خوښ نه دي

ترینکوټ باختر د تلې ۳۰ مه
د روزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ پرته نور د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ
او دريو ولسواليوکې انتخابات ترسره شول،خو خلک د دغه بهیر څخه خوښ نه دي.
که څه هم  په دغه انتخاباتو کې  زیاتو خلکو ګډون کړی وو او رايې وکارولې خو سلګونه نورخلک بېرته پرته له دې چې رايه وکاروي خپلو کورونو ته روان وو ځکه
چې په لېستونو کې یې نومونه نه وو.
یو شمېر کسان د انتخاباتو په بهیر نیوکه کوي  او وايي چې د رای ورکونې په ځينو مرکزونو کې د زیات شمېر کسانو نومونه د رای ورکونې له لېستونو څخه ایستل شوي دي.
دوی پرکمېسیون نیوکه کوي چي دغه کار يې په قصدي ډول کړی او خلکو ته باید
خپل حق ورکړى شي.
خو د روزګان ولایت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله حق پرست
وايي، هغه کسان چې په لېستونو کې يې نومونه نه وو،دوی په خپلو پېژند پاڼو دوه ځله سټیکرونه لګولي وو او جعلي پېژند پاڼې يې  جوړې کړې وې.
له دې سره یوشمېر کسان هم خوښ دي چې په ټاکنو کې يې ګډون کړی او وايي: دوی
په یوې رایې سره د خپل راتلونکو ۵ کلونو استازی وټاکه خو زیاتوي  چې د انتخاباتو په بهیر کې دې د درغلې مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې له ټاکنو درې ورځې د مخه وسله والو طالبانو ترینکوټ ښار ته ټولې  تللې لارې تړلې وې چې له امله یې زیات شمېر خلک په انتخاباتو کې له  ګډون څخه بې برخې پاتې شوي دي.
د ولایتي شورا  غړو هم له دې مخکي ویلي وو چې د روزګان ۹۵ سلنه خلک نه شي کولای چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
په ولسي جرګه کې د روزګان ولایت ۳ څوکۍ دي چې دوه يې د سړیو او یوه يې هم د میرمنو لپاره ځانګړې شوې ده او دغو دریو څوکیو لپاره ۲۵ تنو ځانونه نوماندان کړې وو.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته