امنیت

روزنيز سيمينار حوړشو

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٥ :
دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې  دشميرونو دراټولو او معلوماتي بانک دجوړولو ترعنوان لاندې روزنيز سيمينار دکورنيو چارو وزارت دجندر اودبشردحقوقو افسرانو ته  پرانستل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دکورنيو چارو وزارت دجندر ، دبشر دحقوقو اوماشومانو درياست مرستيال اوسرپرست  سمونوال سيدعمر صبور ددغه سيمينار دجوړولو هدف په هېواد کې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې دشميرنو دراټولولو ملاتړ ، مصوونيت  ، همغږي  اوڅارنه وبلله او زياته يې کړه ، بيوزلي اوبيسوادي دتاوترخوالې له عواملو څخه دي چې عاملين يې بايد دقانون منګولو ته وسپارل شي.
دغه سيمينار دنړۍ دروغتيايي سازمان او دښځو دچارو وزارت په مالي او تخنيکې همکاري  په هيواد کې دښځو پرخلاف دکورنۍ تاوتريخوالې دله منځه وړلو ، جندراودبشردحقوقو  شلو تنو افسرانو ته جوړشوي دي.
ديادونې وړ ده  چې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې شمير  دمعلوماتي بانک  دمعياري فورمو په واسطه  دکورنيو دحل کولو  دواحدونو او دکورنيو چارو وزارت دجندر اودبشردحقوقو درياست له خوا راټوليږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته