ټولنه

روزنيزه کارګاه جوړه شوه

کابلباختردميزان١٤
دټولنيزو مبلغينو لپاره روزنيز او دکاري ظرفيت د لوړولو کارګاه  نن دښځو دچارو د وزارت له خوا په  بغلان ولايت کې جوړه شوه .
دبغلان ولايت دښځو د چارو رئيسې خديجې يقين باخترآژانس ته وويل :  دغه کارګاه د دوشي ، خنجانو او دمرکزي بغلان د ولسواليو او د پلخمري ښارشلوتنو ښځينه فعالانو لپاره د دوو  ورځو لپاره جوړه شوې ده  .
ده زياته کړه :  ددغې کارګاه  دجوړولو هدف دښځو  پرخلاف دتاوتريخوالي دګراف ټيټول  دي ،  افهام او تفهيم ، دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دکمښت لارې چارې ، دجندر ارزښت ، دروغتيا ارزښت ، دزده کړې دوام په ښځوباندې دتاوتريخوالي
د اغيزو او دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانوپه انتخاباتوکې دښځو دمشارکت په باب خبرې وشوې .
خبرځاى  زياته کړه  ، په بغلان ولايت کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي دتيرو کلونو په پرتله صعودي تګلورى  لري  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته