کابل، د لړم ۳مه، باختر
د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د «یوناما» مشرې روزا اوتونبایوا، نن په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان د ۷۹مې کاليزې په مناسبت د ملګرو ملتو او افغان رسنيو کنفرانس کې ژمنه وکړه چې دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د «یوناما» مشرې، د ملګرو ملتو سازمان او په افغانستان کې د دغه سازمان د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې افغانستان د لومړنیو هېوادونو له جملې څخه دی چې په ۱۹۴۶ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او په دغه سازمان کې یې مهم رول لوبولی او خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړې دي.
هغې زیاته کړه چې د ملګرو ملتو سازمان هم د یوه مهم شریک په توګه د روغتیا، توسعې، سولې، ټیکاو او بشري مرستو په ګډون بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د هغې په وینا، افغانستان په یو حساس پړاو کې دی او په دغو وروستیو کې دغه هېواد د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ د ډېرو زیانمنو شویو هېوادونو په کتار کې راغلی چې د ملګرو ملتو سازمان ترڅنګ، ټول ملي او نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې خپل مکلفیت ترسره کړي او د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي؛ ترڅو د نړیوال ناورین مخه ونیول شي.
د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې، دغه راز په ټولنه کې د رسنیو رول ته په اشارې، وویل: رسنۍ زموږ او د خلکو ترمنځ د اړیکې وسیله ده او موږ اړتیا لرو چې خلک زموږ په کارونو او موخو پوه شي. قوي او مسلکي رسنۍ همېشه په ټولنه کې د عامه بحثونو په ترویج او د فرهنګ، سولې او ملي پیوستون په پیاوړتیا کې مثبت رول لوبولی دی.
دغه راز په یاد کنفرانس کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویډیويي پیغام خپور شو چې په کې د نړۍ د خلکو د ژوندانه، په نړۍ کې د روان وضعیت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېرو او په دې لاره کې د ګډې مبارزې، بشري حقونو، سولې، امنیت او نورو مهمو موضوعاتو په اړه څرګندونې شوې دي.
د کنفرانس په پای کې، مسئولینو په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بېلابېلو ادارو په اړه د معلوماتي نندارتون پرانیسته او له بېلابېلو برخو یې لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتو سازمان (یو.ان) د حکومتونو ترمنځ د نړۍ تر ټولو لوی او مشهور نړیوال سازمان دی چې موخې یې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول او د ملتونو ترمنځ د چارو همغږي کول دي.
ملګري ملتونه، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د راتلونکو جګړو د پېښېدو د مخنیوي په موخه، د ملتونو د نااغېزمنې ټولنې پرځای رامنځته شو. د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د اپرېل په ۲۵مه، ۵۰ هېوادونه په سانفرانسېسکو کې راټول شول او د ملګرو ملتونو لپاره د منشور مسودې په جوړولو یې پیل وکړ، چې د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د جون په ۲۵مه تصویب او له مخې یې د همدې کال د اکټوبر په ۲۴ مه د ملګرو ملتو سازمان په کار پیل وکړ.
دغه سازمان په پیل کې ۵۱ غړي هېوادونه درلودل چې په ۲۰۱۱ کال کې د سویلي سوډان په راتلو سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد.
د دغه سازمان عمومي دفتر په نیویارک ښار کې دی او په جینوا، نایروبي، ویانا او هاګ کې هم دفترونه لري.