خبرونهسیاستTOP

روزا اوتونبایوا: د افغانستان له مرکزي بانګ سره په ګډه کار کوو ترڅو د پور ورکول له لارې خلکو ته د کوچنیو کارونو زمینه برابره شي

کابل وږي ۵ مه، باختر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا د کندهار له مرستیال والي ملا صادق انقلابي سره لېدلي دي. 

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مرستیال والي ملاصادق انقلابي سره په لېدنه کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی او د بدیل کښت په برخه کې یې د لاهمکاریو ډاډ ورکړ.

هغې زیاته کړې:«د افغاستان بانک سره په ګډه کار کوو ترڅو د پور د ورکړې له لارې خلکو ته د کوچنیو کارونو زمینه برابره شي».

ورته مهال د کندهار ولایت مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي په یاده لیدنه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له شویو مرستو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې نړیوال دې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې بهانې نه لټوي او ملګري ملتونه دې په افغانستان کې اساسي پروژې پلي او د کوکنارو د بدیل کښت او د نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته