سیاستخبرونهTOP

روزا اوتنبايوا: د دوحې راتلونکې غونډه د افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او ثبات لپاره ښه فرصت دی

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
اوتنبايوا په دغه کتنه کې وویل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده، چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه ترسره شي.
هغې همدارنګه وويل:”سره له دې چې په نړۍ کې کړکېچونه او مهم موضوعات ډېر دي، خو بیا هم افغانستان د نړۍ له ياده نه دی وتلی او غواړي په مختلفو برخو کې ورسره مرستې وکړي”.
د نوموړې په وینا، د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او د ثبات او پرمختګ لپاره ښه فرصت دی.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستیال وویل چې افغانستان د ملګرو ملتونو د فعال غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی و اوسي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او یوناما په دې برخه کې مهم رول ادا کولی شي.
سياسي مرستيال همدارنګه زياته کړه، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي، باید په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.
هغه د نړیوالو له لوري په اسلامي امارت او د اسلامي امارت په چارواکو بندیزونه غیر عادلانه وبلل او زیاته یې کړه، چې دغو بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه ډب کړې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له روزا اوتنبایوا څخه هیله وکړه، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه بیان کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، چې له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون هېڅ ګاونډي ته امنیتي ستونزې نه دي جوړې شوي، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په افغانستان پورې اړه نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته