روان کال کې نږدې ۳۰۰ بهرنیو ګرځندویانو له غزني څخه لیدنه کړې ده

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د غزني ځايي چارواکو دغه ولایت ته د بهرنیو ګرځندویانو د ورتګ له ډېروالي څخه خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار ویلي چې په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د ګرځندويي کلتور د غوړېدو سبب شوی دی.

نثار زیاته کړې، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې د ښځو په ګډون ۲۹۳ بهرنیو ګرځندویانو د غزني له تاریخي ځایونو او طبیعي منظرو څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د یاد شمېر ګرځندویانو ډېره برخه د روسیې، ایران، چین، سویلي کوریا او اروپا اوسېدونکي جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې پرون هم د انګلستان، استرالیا، هندوستان او امریکا ۶ ګرځندویانو د غزني له ولایت څخه لیدنه کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته هېواد ته د بهرنیو ګرځندویانو راتګ په بې ساري ډول ډېر شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته