خبرونهاقتصادTOP

روان کال بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر

مالیې وزارت د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د صادراتو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د هېواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د رامنځته شویو آسانتیاوو او له فساد سره د جدي مبارزې له امله، د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې په ترسره شویو صادراتو کې د څه باندې ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت مېوې، د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت سبزیجات شامل دي، چي پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

سرچینې ویلي مالیې وزارت تل هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنيو سوداګرو لپاره په ګمرکي اړوند مراحلو کي اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ ترڅو سوداګر وکولای شي په کمه موده کې د سوداګریزو توکو ګمرکي طی مراحل په اسانۍ ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته