رنګين دادفر سپنتااو سعيد جليلي ددواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي ، اقتصادي او سرحدي مسئلو په باب خبرې وکړې .
کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا دايران داسلامي جمهوريت دامنيت دعالي شورا له منشي ډاکتر سعيد جليلي سره وکتل .
باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې دملي امنيت دشورا په دفتر کې وشوه دامنيتي اقتصادي او سرحدي مسئلو په باب خبرې اترې وشوې .
دواړو لورو په اوږدمهال کې دسيمه ئيزې همګاريو دمسئلو په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې ددواړو هيوادونو او دسيمې دهيوادونو دخلکو ترمنځ اقتصادي او فرهنګي اړيکې پياوړي شي او دملي امنيت دمشاورينومرستيالان موظف شول چې ددواړو هيوادونو دامنيتي او اقتصادي راتلونکو اړيکو په باب خبرې وکړي .
ډاکتر رنګين دادفر سپنتا دترانزيتي پروژو دچاه بهار دبندر ، داوسپنې دپټلۍ او دسيمې په سولې او ثبات باندې دهغو داغيزوپه باب ټينګار وکړ .
دغه راز په دې کتنه کې ددواړو هيوادونو ترمنځ دسرحدي مسئلو په باب خبرې وشوې او دواړه لوري په دې برخه کې همکاريو ته چمتو شول .
ډاکتر سپنتا ايراني لوري ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې سترو پانګه اچونولپاره ددغه هيواد پانګه وال وهڅوي .
په مقابل کې دايران دملي امنيت دعالي شورا منشي وويل : هغه ثبات چې په افغانستان کې ترلاسه شوي دي ددغه هيواد په تاريخ کې بې ساري دى او دغه حالت بايد پياوړي شي . او ايران په دې برخه کې هرراز همکاريو ته چمتو دى .