رفح ښار کې د عملیاتو پیل د اوربند خبرې له ستونزو سره مخ کړي
نړۍ، د غوايي ۲۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني نن سه شنبې په دوحه کې د دغه هېواد اقتصادي اجماع ته د خبرو پرمهال ویلي، چې غزه کې د اوربند خبرې له ستونزو سره مخ شوې دي.
نوموړي ویلي، چې پر رفح ښار د صهیوسنتي پوځ د عملیاتو پیل د دې لامل شول، چې دغه خبرې له خڼډ سره مخ شي.
لومړي وزیر ویلي، چې دوی د حماس او اسرایلو ترمنځ خبرې نه دي درولي او لا هم هڅه کوي، تر څو خبرو ته دوام ورکړي.
ال ثاني په خپلو خبرو کې پر واحد فلسطیني حکومت ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې قطر له مصر سره یوځای په غزه کې د حماس په ګدون د فلسطیني جهادي ډلو او اسرایلو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې، خو دغه هڅې د روانې اونۍ په پیل کې هغه مهال له ستونزو او خنډ سره مخ شوې، چې حماس غورځنګ د منځګړو له لوري وړاندې شوې طرحه ومنله، خو اسرایلو بیا د دغې طرحې د رد تر څنګ پر رفح ښار عملیات هم پیل کړل.