کابل، د تلې ۲۳ مه، باختر
تبصره
باختر د یو دولتي اطلاعاتي اژانس په توګه هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د داسې لسګونو لویو او وړو رغنیزو پروژو د پیل، جریان او یا پای ته رسېدو خبرونه ترلاسه او خپروي، چې اکثریت هغه یې له دولتي بودجې څخه تمویل کېږي.
دغو پروژو کې ډېر کمې داسې تر سترګو کېږي، چې بودجه او مالي لګښت یې کورنۍ او بهرنۍ موسسې ورکوي.
د دغو پروژو لګښت میلیونونه افغانیو ته رسېږي او که د یو کال حساب یې وشي، نو میلیاردونه کېږي، اوس پوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت دغه ټول مالي او بودجوي سیسټم څنګه او له کومه برابروي.
د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره کولی شو، څو مواردو ته اشاره وکړو، چې کولی شي معلومه کړي اسلامي امارت دغه بودجه له کومه کوي.
لومړی په سمه توګه د مالیې ټولول او ګمرکي سیسټم کې شفافیت رامنځته کول هغه څه دي، چې له دولتي عمومي بودجې څخه یې د غلا کولو مخه نیولې او د دغې بودجې د بې ځایه کېدو مخه نیولې ده.
دویم د پروژو د پلې کېدو پر مهال شفافیت او کیفیت په پام کې نیول او په کره توګه څارل یو بل مهم مورد دی، چې د ډېر او بې ځایه مالي لګښت کولو مخه یې نیولې ده؛ مثلاً تطبیق کوونکی شرکت نه شي کولی له حده دېره ګټه وکړي او یا د دې لپاره، چې ډېره ګته وکړي، نو د موادو کیفیت راښکته کوي.
نو دغه ډول کړنې او تګلاره د دې لامل شوې، چې د بودجې د بې ځایه کېدو مخه ونیول شي او په ځای سره ولګول شي؛ هماغه ده، چې اسلامي امارت کولی شي، د دې ټولو پروژو مالي لګښت ته اوږه ورکړي.