امنیت

رسنيو خبرورکړي دي چې په کندز کې يوه سړى خپل ځانمرګې بريد کوونکى زوى پوليسو ته وسپاره.

کابلباختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
رسنيو خبرورکړي دي چې په کندز کې يوه سړى خپل  ځانمرګې بريد کوونکى زوى پوليسو ته وسپاره.
داخلکوته دخوښي خبردى چې په پاى کې هغه کورنۍ چې بچيان يې غولول کيږي  اوله پولې اخوا يې ذهنونه منځل کيږي چې په خپلو خويندو او وروڼو اوپه خپلو هيوادوالو بريدوکړي، په دې پوهيدلي دي چې ځانمرګې بريد او چاودنه د دين لارښونه نه ده.
مخالفين اوپه سيمه کې ځانګړي کړۍ له دغې لارې څخه د سياسي وسلې په توګه استفاده کوي .
دباختراژانس خبريال ليکي:
د رسنيو له خولې: ددغه هلک پلار په ديني اوهيوادنيو رسالتونو په پوهيدو سره خپل زوى چې دمخالفينو له خوا چمتو شوى و، په يو ځاى کې ځان ووژنې او يو شمېرکورنۍ د ماتم  او غم په ټغر کښينوي،  پوليسو ته وسپاره او دسازمان موندلو جنايتونومخه يې ونيوله .
ددغه سړى د سرښندنې بدله، د امنيتي مسوولينو له خوا دده او دده دکورنۍ ساتنه ده.
که چيرې امنيتي مسوولينو وکولاى شول ددغه هلک کورنۍ اوپلار د تور زړو له زيان څخه خوندي کړي او د ده خونديتوب تامين کړي؛ په هغه صورت کې کيداى شي هيله وکړو چې دغه بهير به هم دطالبانو پرخلاف د وګړنيو پاڅونونو په شان زيات شي او دطاغوتيانو دغولولو اوذهن منځلو بازار به  ورو ورو پاى ته ورسيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته