رسمیت پېژنده؛ افغانستان کې د لویدیځ ارمانونه نه شي پوره کېدای
کابل، د سلواغې ۲۸ مه، باختر
تبصره:
دا چې د نړۍ هر هېواد بهرنی او کورنی ځانګړی سیاست لري او د همدغو سیاستونو پر اساس مخکې ځي او د پرمختګ پړاونه وهي او افغانستان هم د یو اسلامي هېواد په توګه خپل ځانګړي سیاستونه لري او اسلامي امارت د همدغو سیاستونو پر اساس پر مخ ځي.
افغانستان تر څو لسیزو جګړو او د بهرنیانو له لوري تر لاسوهنو وروسته د لومړي ځل لپاره خپله سیاست جوړونکي لري او داسې سیاستوال چې خلکو خپله ټاکلي او د ولس په ملاتړ تر واک پورې رسېدلي دي.
دغه راز تر اوږدې مودې وروسته افغانستان د یو مرکزي حکومت خاوند دی او د یو واحد سیاست پر بنسټ د یو مشر له لوري اداره کېږي، چې دا چاره د نړۍ په ډېرو کمو هېوادونو کې لیدل کېږي.
نو خبره دا ده، چې د نړۍ هېوادونه باید د یو او بل په سیاستونو کې له مداخلې ډډه وکړي او پرېږدي، چې هر هېواد خپلو مذهبي، کلتوري او نورو ارزښتونو ته په کتو سیاست وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت په سیاستونو کې له مداخلې کولو څخه که د لوېدیځ او نورې نړۍ هدف دا وي، چې دلته به د افغانانو د مذهب او کلتور خلاف سیاست پلی کړي او له دې لارې به خپلو شومو موخو(حکومت کې د پخوانیو مفسدینو شریکول، د نشه یي توکو د کر، تولید او کاروبار بیا پیل، اخلاقي او اداري فساد بیا عامول او نور…) ته ورسېږي، نو دا هسې یو خیال دی او هېڅکله به دا موخې ترلاسه نکړی شي، ځکه له یادو فتنو او فساد څخه د پاک افغانستان لپاره د اسلامي امارت مجاهدینو شل کاله شپه او ورځ مبارزه کړې او دا دی اوس یې خوږه پایله ګوري او د هېواد میلیونونه اوسېدونکي له سرتاسري امن څخه خوند اخلي او له مفسدینو یې غوږونه په کرار دي.
نو دا چې افغانستان کې د اسلامي امارت نظام د رسمیت پېژندنې ټول نړیوال شرایط پوره کړي، نړۍ ته په کار ده، چې اسلامي امارت سره تعامل ته رامخته شي او له دې زیاتو پلمو له جوړولو ډډه وکړي، د رسمیت پېژندنې ځنډ خپله افغانستان او تر ټولو ډېر هغه هېوادونه زیانمنوي، چې له افغانستان سره شریکې ګټې لري.