روزګان کې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په انار جوی کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ په انار جوی کلي کې د (بي. اچ اې ) موسسې په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ۳ زره ۳۴۹ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولری شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۳۰ کورینو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې شبکې د جوړېدو په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته