خبرونهTOPورزش

رحمن الله ګربز: نننۍ بریا ته مو درې کاله انتظار کړی و 

کابل، د غبرګولي  ۱۹مه، باختر

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز نن په شل اوریز نړیوال جام کې د نیوزیلنډ تر ماتې وروسته وویل، چې دغې بریا ته یې درې کاله انتظار کړی و.

رحمن الله ګربز چې په نننۍ لوبه کې یې غوره توپوهنه وکړه او ۸۰ منډې یې جوړې کړې له لوبې وروسته یې له رسنیو سره په خبرو کې وویل: « نننۍ بریا ته مو درې کاله انتظار کړی و، مخکې به دوی ګټله خو نن موږ ترې وګټله.»

نوموړی همداراز نن د ښې توپوهنې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د روان ۲۰۲۴ ز کال په شل اوریز نړیوال جام کې په خپله دوهمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۸۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته