کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ١٦ ورځنى کمپاين د " راځئ د متقابل درناوي فرهنګ د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي ځاى ناستى کړو" په شعار سره نن د حکومت د رسنيو په مرکزکې په يوه غونډه کې پرانيست.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په دغه ١٦ ورځنى کمپاين کې د دغه وزارت د پروګرامونو خبر ورکړ او ويې ويل: هر کال د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو ١٦ ورځنى کمپاين په بېلابېلو دولتي او غير دولتي ارګانونو او بنسټونوکې ترسره کېږي او په دې اړوند د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت لپاره بېلابېل پروګرامونه طرحه او تطبيقېږي.
حسينې ساپۍ زياته کړه: تېر کال د تاوتريخوالي د بندولو او کمښت لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په منظم ډول زيات پروګرامونه عملي کړي دي.
د حسينې ساپۍ د څرګندونو مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه پروګرامونه، په دوه (کورني او بهرني) برخو کې شاملېږي.
ساپۍ زياته کړه چې له بهرنۍ برخې څخه موخه هغه ښځې دي چې په خصوصي برخه کې کار کوي او خپلې ستونزې يې تل د وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې دي او د وزارت مشرتابه له اړوندو بنسټونو سره په تفاهم کې له ښځو سره يوځاى د هغوى ستونزې حل کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستي زياته کړه چې په بهرنۍ برخه کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځلو په لړکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د روان کال د وږي په ٢٤مه (په وروستيو١٠٠ کلونوکې د افغان ښځو د حالت تحليل) په نامه يو ورځنى سيمينار جوړ کړ.
هغې زياته کړه چې په سيمينارکې مخکښو ښځو، جګپوړو دولتي مسوولينو، په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو استازو، فرهنګيانو، ليکوالانو، علمي شخصيتونو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون لاره.
په سيمينار کې په بېلابېلو برخوکې د ښځو د کارنامو په اړوند پرېکړه ليک تصويب شو چې په کې دغه مسايل ځاى کړاى شوي دي: د هېواد د تاريخ د نومياليو ښځو د کارنامو تحقيق، په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د آرشيف جوړول، د واټونو، څلورلارو او نورو ساحو د نومولو په وخت کې د نومياليو ښځو د نومونو په پام کې نيول او همدارنګه د دولتي مډالونو او نښانونو جوړول، د فرهنګي کور جوړول، د ښځو د ځانګړې ورځپاڼې تاسيس او د ښځو د مخصوصې ګالرۍ جوړول او داسې نور.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل چې د دغه پرېکړه ليک تطبيق به په راتلوونکي کال کې د دغه وزارت له لومړيتوبونو څخه وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي په کورنۍ برخه کې د وزارت د دندو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دندو د لايحو له مخې، د پوهاوي ورکولو لپاره د باختر آژانس او ورځپاڼو له لارې د خبرونو په راټولولو، توليد او تکثير اقدام کړى او په روان کال کې يې د ښځو د ملاتړ طرزالعمل چمتو کړى دى چې په هغه کې د ښځو د ملاتړ په موخه د کمېټو او کمېسيونونو مسووليتونه او دندې مشخصې شوې دي. دغه راز د ښځو د ملاتړ په اړوند يې ټول نړيوال کنوانسيونونه په پام کې نيولي دي.
د غونډې پرېکړه ليک محبوبې بابکرخېل ولوست.
غونډه د پوښتنو په طرحه کولو او د ځوابونو په وړاندې کولو سره پاى ته ورسېده.
پاى ج ذ
0 2 دقیقې لوستل