باختر د غويي دمياشتې ١٦ نېټه :
د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړی راشد خان چې د هند په غوره ليګ سياليو کې لوبېږي، پرون د حيدرآباد د سن رايزر ټيم لپاره د ښې لوبې په خاطر د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
راشد خان په څلورو آوورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول.
دا د هند د غوره ليګ د سياليو له پيله تر اوسه درېيم ځل دی چې راشد خان د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کوي.
حاضر دمه د حيدر آباد سن رايزر لوبډله د هند د غوره ليګ د سيالو د جدول په سر کې ده.
د هند په روانو سياليو کې د راشد خان په ګډون د افغانستان درې لوبغاړي ګډون کوي. پاى ذکرالله
2 د یوې دقیقې څخه لږ