راشد خان: د افغانستان د کرکټ ښه والي لپاره پوره هڅه کوم
۸- کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
د کرکټ د ۲۰ آوورېزو سیالیو نوی لوبډلمشر راشد خان ژمنه کړې ده چې د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره به پوره هڅې وکړي.
راشد خان پرون په فېسبوک پاڼه کې د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه کړې چې دا باور یې پرې کړی.
نوموړي ډاډ ورکړی دی چې دا مسوولیت به په ښه توګه ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ د ۵۰ آوورېزو او پنځه ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په فېسبوک پاڼه کې راشد خان ته د ۲۰ آوورېزو لوبو د ملي لوبډلې د کپټان او نجيب الله ځډراڼ ته د مرستيال کپټان په توګه مبارکي ويلي.
نوموړي لیکلي: باور لرم چې د دوى په رهبرۍ سره به د ۲۰ آوورېزو لوبو په برخه کې سترې لاسته راړونې او مثبت بدلونونه راشي.
راشد خان پرون د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ آوورېزو لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر او نجیب ځدراڼ یې مرستیال وټاکل شو.
پای/ ذ