راستندونکو ته داستوګنې دسلګونو نمرې ځمکې ويشل .

کابل باختر دثور دري ويشتمه :
په خوست ولايت کې هيواد ته په راستنيدونکو او بې وزلوکورنيو باندې دځمکې دنمرو دويشلو بهير بيا پيل شو .
سيمه ئيز مسوولين وايي په دې دوره کې اوه سوه  کورنيو ته چې له بهر څخه خوست ولايت ته راستانه شوي دي ځمکه ورکول کيږي .
دخوست والي عبدالجبار نعيمي باختراژانس ته وويل، په دې ښارګوټي کې به په هغوراستنيدونکو کورنيو چې بې وزله دي او کور نه لري داستوګنې ځمکه به وويشل شي .
په لومړي پړاو کې هم په دې ښارګوټي کې زرو راستنيدونکوکورنيوته داستوګنې ځمکه ويشل شوې وه .
په همدې حال کې دغو کورنيو له سيمه ئيزو مقاماتو څخه وغوښتل چې دغه ښارګوټي  ته چې هيڅ راز ښاري خدمتونه نه لري اسانتياوې برابرې کړي .
دخوست والي له دوى سره ژمنه وکړه چې ډير ژر به دمرسته کوونکو مرکزونو په مرسته دکاناليزاسيون دجوړولو ، دبريښنا دويشلو او نورو ښاري خدمتونو په لاره کې اقدام وکړي .
دراستنيدونکو دغه ښارګوټي دخوست ښار د ختيځ په اته کيلومتري واټن کې موقعيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته