فرهنګ

راتلوونکى حکومت دې د وژل شويوخبريالانه دوسيې وڅيړي

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
په هغې ګډه غونډه کې چې نن د حکومت د رسنيو په مرکزکې د دريم نسل د مرکز او د آسيا د جنوب د رسنيو د ټولنې (سفما) له خوا جوړه شوې وه؛ برخه والو له راتلوونکى حکومت څخه وغوښتل چې د وژل شويو خبريالانو دوسيې وڅيړي.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د آسيا د جنوب د رسنيو د ټولنې مسوولينو د راتلوونکى حکومت څخه وغوښتل چې د لسو مدني او فرهنګي فعالو ښځو دوسيې چې د حکومت د يوولسو کلونو په بهيرکې وژل شوې دي؛ وڅيړي.
په دې غونډه کې دغه راز د دريم نسل د مرکز مسوولينو هم خبرې وکړې او له راتلوونکى حکومت څخه يې وغوښتل چې د خبريالانو د ځاني او حرفوي مصوونيت ملاتړ وشي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين ميرمن سيمين حسن زاده په خپلو خبروکې د دولت له خوا خپل هر اړخيزملاتړ څرګند کړ او ويې ويل: په نږدې راتلوونکي کې د مدني او فرهنګي فعالو ښځو غونډه په کابل کې جوړيږي چې په دې لاره کې د ښځو ستونزې وڅيړي او د هغوى د ستونزو د حل کولو عملي لارې ولټوي.
داپه داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او د هيواد د جمهور رييس په منظورۍ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په مشرۍ او د کورنيو چارو او د ملي دفاع د وزارتونو، د ملي امنيت د لوى رياست او د لويې څارنوالۍ د استازو او د دوو تنو تجربه لرونکو خبريالانو په ترکيب د ژورناليستانو د ملاتړې کميټه د خبريالانو د اړوند د قضيو د څيړنې په خاطر جوړ شو چې دغه کميسيون دغبرګولي دمياشتې په اتمه نيټه په خپله دويمه غونډه کې پريکړه وکړه او له لوى څارنوالي څخه يې وغوښتل چې د ژورناليستانو او د مدني ټولنې د فعالينو دوسيې بيا وڅيړي او د جوړ شوي کميسيون په واک کې يې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته