رئيس الوزراء: مسؤل چارواکي باید د نرخونو د لوړېدو د مخنيوي په موخه جدي څارنه او اړين اقدامات ترسره کړي

کابل، د کب ۲۱مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د نرخونو د لوړېدو د مخنیوي په موخه جدي څارنه او اړین اقدامات ترسره کړي.

په یاد پیغام کې همدارنګه د روژې مبارکه میاشت د نفس د تزکیې، الله ج ته د رجوع، د مسلمانانو ترمنځ د خواخوږۍ او اتحاد، صله رحمۍ او پر بې وسو او بې وزلو د شفقت او صدقې مهم فرصت بلل شوی دی.

سرچینې له شتمنو هېوادوالو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو بېوزله هېوادوالو لاسنیوی وکړي او خپلې مرستې ورڅخه ونه سپموي. 

 د رئيس الوزراء په پیغام کې همدارنګه ویل شوي، چې سږ کال د روژې میاشت په داسې حال کې راځي، چې د اسلامي نړۍ په یوه نه بیلېدونکې برخه فلسطین په خاص ډول غزه کې پر بې وسه مسلمانانو د صهیونیستي یرغلګرو لخوا سخت ظلم او وحشت روان دی او نړۍ يې په رڼو سترګو ننداره کوي.

په پیغام کې پر ټول بشریت خصوصاً نړیوالو سازمانونو او اسلامي هېوادونو غږ شوی، چې په غزه کې د روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسؤليت ادا او د غزې د مظلومو مسلمانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي او ملاتړ ته راوړاندې شي.

د رئيس الورزاء په پیغام کې څرګنده شوې،  څه چې په غزه کې جریان لري، د بشریت د تاریخ پر ټنډه تور داغ دی او هغه هېوادونه، چې دې ظلم ته یې لار هواره کړې یا یې د مخنیوي لپاره واقعي هڅې نه کوي، د صهیونستي یرغلګرو جرمي شریکان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته