کابل، د وږي ۲۲مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د ټاپي پروژې د پرانیستې ورځ د ترکمنستان او افغانستان د ولسونو لپاره تاریخي او پرتمینه ورځ بللې ده.
ملا محمد حسن اخوند پرون د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې چې د ترکمنستان هېواد اسلیم چشمه، ماري سیمه کې جوړه شوې وه او د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی و همدارنګه وویل؛ نن هغه ورځ ده چې له ډېرو کلونو راهیسې یې انتظار کېده او د دواړو هېوادونو خلکو د ډېرو ستونزو او کړاونو له ګاللو وروسته نن دا سترې پروژې افتتاح شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې دا د ترکمنستان د ملي رهبر او نورو مسوولینو د نېک نیت او عاقلانه سیاست څرګندویي کوي او دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته او د دواړو هېوادونو ملتونو ته ډېرې ګټې ورپه برخه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء همدارنګه اړوندو امارتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په امانتدارۍ، اخلاص او د هر ډول ستړو په ګاللو سره د دغو پروژو د چارو د بشپړېدو هڅې وکړي.
په ورته وخت کې د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف، چې د ويډیو کنفرانس له لارې وصل و، د وینا پرمهال وویل چې نن موږ د ټاپي، ټاپ او څو نورو لویو پروژو د بنسټ اېښودو شاهدان یوو.
نوموړي زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو، وروري، برابري او ښه ګاونډیتوب اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د دغو مهمو پروژو تطبیق نه یوازې د افغانستان او ترکمنستان د ګټو، بلکې د سیمې لپاره هم ارزښت لري.
په همدې حال کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محدوف په یادو مراسمو کې وویل چې نن د دواړو هېوادونو لپاره تاریخي ورځ ده او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل کېږي
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي دي، متقابل درناوی، وروري، برابري او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه ګاونډیتوب غوره بېلګه ده او په راتلونکي کې به دا اړیکې ترپخوا لازیاتې پراخه شي.
د ترکمنستان ملي رهبر زیاته کړه، چې زموږ د سیاست مهمه برخه داده، چې له افغانانو سره په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیکو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.
د ټاپي ګازو نل لیکه هغه سیمه ییزه پروژه ده، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي، دغه نللیکه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د لېږد کلنی ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب او د ټرانزیټ له درکه یې افغانستان ته کلنی عاید ۴۰۰ میلیونه ډالر دی.
همدارنګه د تورغونډۍ د پراختیا پروژه چې دوه مرحلې لري له هرات څخه تر صنوبر پورې ۲۲ کیلو متره اوږده د اورګاډي کرښې او دویمه پروژه په یاد مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ په خاطر د هنګرونو، تاسیساتو او فرعي اورګاډي کرښې جوړول دي، چې تقریبا د ۴۰ میلیون ډالرو په لګښت عملي کېږي.
په همدې ترتیب نورالجهاد سب سټېشن د ۳ میلیونه ۵۳۹ زره ۲۹۰ ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ جوړ شو د هرات ولایت برېښنا به ډاډمنه کړي او له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د هغه د ولتاژ په زیاتولو سره به تخنیکي ضایعات کم او نوري فایبر پروژه به افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا او برعکس به ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره وصل کړي.