رئيس الوزراء: اسلامي امارت په هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې د حل په موخه د اوبو مدیریت په خپلو کاري لومړیتوبونو کې شامل کړی دی
کابل، د لړم ۲۳مه، باختر
د علومو اکاډمۍ له لوري نن په پلازمېنه کابل کې د هېواد د اوبيزو منابعو څخه د سمې ګټې اخيستلو لارو چارو څېړنې تر سرليک لاندې سمينار ترسره شو.
د اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند له لوري ياد سيمينار ته په استول شوي پيغام کې ويل شوي، چې اقليمي بدلون، وچکالۍ او د نفوس ډېروالی د دې سبب شوی، چې خلک د اوبو کمښت له ګواښ سره مخ شي.
په پيغام کې زياته شوې، چې د دې ستونزې د حل په موخه اسلامي امارت د اوبو مديريت په خپلو کاري لومړيتوبونو کې شامل کړی دی.
رئیس الوزرا همدارنګه پر خلکو هم غږ کړی، چې د اوبو مديريت، د اوبيزو سرچينو ساتنې او سپما په برخه کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور ياد سمينار ته په وينا کې وويل چې اسلامي امارت په ځانګړي ډول د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د مدیريت په موخه ګړندۍ هڅې روانې کړي او د همدې لپاره د هېواد په کچه د اوبو د څلورو سترو بندونو ترڅنګ د لسګونه وړو بندونو جوړول د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري منظور شوي، چې د ځینو د جوړولو عملي چارې روانې او د پاتي نورور هغو به يې هم ژر پيل شي.
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې په ځانګړي ډول د لمريزې برېښنا په واسطه له اوبو څخه بې درېغه ګټې اخيستنې د ځمکې لاندې اوبه له سخت کمښت سره مخ کړي او ترځمکې لاندې د اوبو کچه ورځ تر بلې د ټيټېدو په حال کې ده.
په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه سمينار ته په پيغام کې ويلي چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادنو سره د اوبو د عادلانه وېش په برخه کې لومړني ګامونه اخيستي او هيله لري، چې هېوادونه د اوبو اړوند مسايل هم د ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د یادونې وړ ده، چې ګډونوالو په دغه سمینار کې په هېواد کې د اوبو د کمښت پر ستونزو، حل لارو، د اوبو مدیریت، سپما او بېلا بېلو اړخونو خبرې اترې وشوې.