سیاستخبرونهټولنهTOP

رئيس‌الوزرا: مسئولین او مجاهدین دې په ادب او درناوي له خلکو سره چلند وکړي

کابل، د غبرګولي ۲۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند، د کابینې یو شمېر غړيو، ملکي او نظامي مقاماتو او د بېلابېلو اقشارو یو شمېر متنفذینو، د نېکمرغه لوی اختر لمونځ نن په ارګ کې ادا کړی دی.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې رئیس‌الوزرا د اختر لمانځه له ادا کولو دمخه د وینا پرمهال حاضرینو، علماء کرامو، مشرانو، د کابینې وزیرانو، د اسلامي امارت مسئولینو او د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.
هغه له مسئولینو او مجاهدینو څخه غوښتي چې په ادب او درناوي له خلکو سره چلند وکړي؛ شتمن دې له یتیمانو، کونډو او بې بضاعته کورنیو سره مرسته وکړي او ټول خلک دې په دې مبارکو ورځو کې د الله تعالی د رضا حاصلولو کوښښ وکړي او د فلسطین ځورېدلي خلک دې په خپلو دعاګانو کې نه هېروي.
ملا محمدحسن آخند د خپلو خبرو په پای کې، د هېواد په دننه او بهر کې پر مخالفینو غږ کړی چې د خدای تعالی د رضا او افغان ملت په خاطر د اسلامي نظام له مخالفت لاس واخلي او له عمومي عفوې څخه په استفاده دې له خپلو ورونو سره یوځای شي او آرام ژوند دې غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته