ذبیح الله مجاهد: قومي، سمتي او ژبني تعصبونه پای ته رسېدلي دي

کابل / د کب ۱۵ مه / باختر

د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد، مالي، اداري او ګرځندوی معين مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معين ملا فيض الله قندهار ته سفر وکړ او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه یې وستایل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د اسلامي امارت وياند ذبيح مجاهد د قندهار د اطلاعات او کلتور رياست له مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی فعاليتونه وستایل او زياته ی کړه، چې د هېواد په کچه د قندهار د اطلاعات او کلتور رياست فعاليتونه په لومړي قدم کې په ښه ډول مخته روان دي.

ښاغلي مجاهد وويل، چې ټول مامورين دې نور هم خپلو کارونو ته په صداقت او رښتينولۍ سره دوام ورکړي، ځکه که هر کس په خپل اړوند مسووليت کې په صداقت کار وکړي، نو په هېواد کې به په لنډه موده کې مثبت تغیرات راشي.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین د ځوانانو د ذهنيت پر جوړېدو ډېر ټينګار وکړ.

هغه وویل، چې تېر شل کلن اشغال په هېواد کې د ډېرو هغو نويو ځوانانو ذهنونه خراب کړي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول تر فکري اشغال لاندي وو. نوموړي زیاته کړه، چې دا هر څه سمول وخت غواړي او د سمېدو لپاره یې بايد په ګډه سره کار ترسره شي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې خپلو دودونو، کلتور، رواجونو او افغاني فرهنګ ته به وده ورکوي. په خبره یې سمتي، ژبني، قومي او ټول تعصبات نور پای ته رسېدلي دي. هغه وویل چې هر افغان د بل افغان ورور دی او په ګډه به د وطن په جوړونه کې برخه اخلي.

په همدې حال کې د اطلاعات او کلتور رياست مامورينو د خپلو چارو د ترسره کېدو لنډ وضاحت وړاندې کړ، چې ورغلي پلاوي یې چارې وستایلې او د وزارت موجوده امکاناتو ته په کتو یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو په وروستيو کې زياته کړه، چې اطلاعات او کلتور وزارت د ټول هېواد په کچه ډېر مهم او ګټور پلانونه لري، چي په لنډه موده کې به یې د عملي کېدو چارې پيل شي، نوموړي په دې برخه کې د هېوادوالو همکاري اړينه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې هېواد به په ښه شکل مثبت لوري ته حرکت وکړي.

د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد، مالي، اداري او ګرځندوی معين مولوي عتيق الله عزيزي او د ځوانانو چارو معين ملا فيض الله د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون او موزیم هم وکتل.

ښاغلي مجاهد له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپل وخت يوه برخه مطالعې ته ځانګړې کړي.

نوموړي يادونه وکړه، چې اسلامي امارت پلان لري، چې روزنيز او ښوونيز پروګرامونه هم پيل کړي، چې ښه ادرسونه به یې د اطلاعات او کلتور رياستونه وي.

دغه پلاوي د قندهار د اطلاعاتو او کلتور په موزیم کې موجوده تاريخي  اثار د ټول هېواد لپاره د وياړ او افتخار وړ وبلل او زياته یې کړه، چې دلته موجوده تاريخي اثار د هېواد د تېر تاريخ، ژوند، لاسته راوړنو، ویاړونو او کارنامو ثبوتونه دي.

د يادونې وړ ده، چې د اطلاعات او کلتور وزارت څخه ورغلي پلاوي په يو شمېر برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او يادونه یې وکړه، چې د وزارت امکاناتو ته په کتو به د تاريخي ځايونو او تاريخي ابدو د بیارغونې برخې ته پاملرنه وشي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته