ذبيح اللّٰه مجاهد: نورستان کې د وروستۍ پيښې له قربانيانو سره د مرستې په موخه سيمې ته د ژغورنې ټيمونه استول شوي

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې پيښې له قربانيانو سره د مرستې په موخه د پيښې ځای ته د ژغورنې ټيمونو د استول کېدو خبر ورکړی دی.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح اللّٰه مجاهد پر خپله اکس پاڼه همدارنګه د دغې پېښې له غم ځپليو سره ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
مجاهد د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته يې عاجلې روغتيا او خپلوانو او متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کړې ده.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې
د اسلامي امارت اړوند ارګانونه د خلکو خدمت او ژغورنې ته استول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښویېدنې له کبله يو شمېر کورونه وېجاړ شوي او شاوخوا ۲۵ تنه تر خاورو لاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته