کابل، د مرغومې ۳مه، باختر
د تېرې ادارې چارواکو ته د مصؤونیت کارتونو د وېش پر دوام، نن څو تنو پخوانیو مسؤولینو ته، چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي، د مصؤونیت کارتونه ورکړل شول.
له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر راستنو شویو کسانو ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په هر حالت کې د هغوی امنیت خوندي دی او همدارنګه ټولې دولتي ادارې د دوی په خدمت کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ارتباط کمېسیون د طرزالعمل پر بنسټ د مصؤونیت کارتونو لرونکو ټول حقونه خوندي دي او د پخوانیو دندو له امله یې، هېڅوک یا اداره نشي پوښتلی.
په ورته وخت کې د تېرې ادارې دغو پخوانیو مسؤولینو د اسلامي امارت زغم او د ټولو پر مخ د دروازو پرانيستل وستایل او ویې ويل چې د اسلامي امارت دغه اقدام بېساری دی او تاریخ به یې په یاد وساتي.
هغوی همدارنګه زیاته کړه، د اسلامي امارت چارواکو او د ارتباط کمېسیون لخوا ورسره لازمې همکارۍ شوې دي او له همدې امله په بهر کې مېشت ډېر شخصیتونه غواړي هېواد ته راوګرځي.
30 1 دقیقه لوستل