د ۷۰۰ ميليونه ډالرو په پانګونې؛ د نوي کابل ښار د لومړي فاز د دویم پارسل عملي چارې پيل شوې
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت د خصوصي سکټور له لوري، نن د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۶ پارسل عملي چارې پيل کړې.
دغه پارسل/برخه په شاوخوا ۱۵۰۰ جريبه ځمکه کې د ۷۰۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د پلان او نقشې مطابق د طلايي ښارګوټي خصوصي شرکت له لوري جوړېږي.
د يادې پروژې په پرانيستغونډه کې د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابل نوي ښار پر اقتصادي او ټولنیز ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه پروژه د هېواد په کچه له سترو ملي او ستراتيژیکو پروژو څخه ده چې د افغانستان اسلامي امارت یې پلې کېدا ته ژمن دی او تطبیق به یې ستر اقتصادي او ټولنیز بدلون رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه چې د کابل نوی ښار د اوسني کابل ښار په شمالي برخه کې موقعیت لري چې د ده سبز ټوله ولسوالۍ او د شکردرې، استالف، قرباغ او کلکان ولسوالیو ځینې برخه پکې شاملې دي او همدا رنګه د پروان د بګرام ولسوالۍ د باریک آب ساحه هم په کې شامله ده او ماسټر پلان یې په یادو ساحو کې درې میلیونه وکړو ته پلان شوی دی.
مولوي حنفي، همدارنګه د څښاک اوبو د کمښت له پلوه د کابل ښاریانو ستونزو ته په اشارې وویل چې په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري ګامونه پورته شوي او د یوې هر اړخیزې او اوږدمهالې ستراتيژۍ له مخې به د پنجشېر اوبه کابل ته انتقال او کورونو ته به ووېشل شي.
دغه راز، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شيخ حمدالله نعماني، وويل چې د کابل نوي ښار ملي پروژه يوه جدي اړتيا ده او خامخا به په معياري ډول عملي شي، ترڅو د ښاريانو ستونزې هوارې شي.
نعماني ډاډ ورکړ چې د دغه ښار ټولې حقوقي مسئلې حل شوې او د پانګونې زمينه په کې برابره ده.
همدا رنګه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، وويل: “اسلامي امارت ژمنه کړې چې په افغانستان کې د اسلامي نظام تر واکمنۍ وروسته، د هېواد په آبادولو لاس پورې کوي چې اوسمهال موږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلو لويو او وړو پروژو د تطبيق شاهدان یوو.
ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي وویل چې اسلامي امارت په افغانستان کې د تېرو نظامونو په پرتله، په تېرو درېیو کلونو کې په اقتصادي او خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو برخو کې ډېرې هڅې کړې او په کمو امکاناتو یې د پام وړ بنسټیز کارونو ترسره کړي دي.
ستانکزي زیاته کړه چې پرون له اشغال څخه د هېواد د آزادۍ لپاره وینه اړتیا وه چې د الله (ج) په نصرت دا ستر نعمت ترلاسه شو؛ خو نن د سولې او سراسري امنیت په فضا کې د هېواد د آبادولو او د اسلامي نظام د ساتنې وخت رارسېدلی چې دا د ټولو هېوادوالو ګډ مسئولیت دی.
هغه، د اسلامي نظام پر وړاندې د ځینو دښمنانو د وروستيو څروګندونو په غبرګون وویل چې یو شمېر پلور شوي افغانان د امریکا د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره، د لوژیستیکي امکاناتو د برابرېدو او افغانستان ته د راتلو امیدونه کوي؛ خو د افغانستان ویښ ملت به هېڅکله دغه کار ته اجازه ورنکړي.
د غونډې په بهير کې، د کابل والي ملا امين الله عبيد د امنيت د تامينولو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ معين مولوي صدراعظم عثماني د سمسورتيا او دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم، د کابل نوي ښار د اوبو او برېښنا برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل.
د طلايي ښارګوټي قراردادي شرکت مسئول فواد صافي هم، د کار زمينې برابرولو او همکارۍ په خاطر، له اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ؛ ژمنه وکړه چې ياده پروژه به په ټاکلې موده او معياري ډول بشپړه کړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خانجان الکوزي او د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي، د هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو په استازیتوب؛ په کابل نوي ښار کې په ښه کیفیت او معیاري ډول د ودانیو پر جوړولو ټینګار وکړ او له هېواده بهر پر ټولو پانګه والو او سوداګرو یې غږ وکړ چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې دې خپل مسئولیت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې نوی کابل ښار په ۷۴۰ کيلومتره مربع مساحت کې چې د ۳۷۰ زره جريبه ځمکې معادل دی؛ جوړېږي او له اوسني کابل ښار شاوخوا يو نيم (۱.۵) برابر لوی دی. د دغه ښار ماسټر پلان په دوه ۱۵ کلنو پړاوونو کې سرته رسېږي چې په لومړي پړاو کې به د ۱.۵ میلیونه وکړو لپاره ۳۵۰ زره کورونه او په دویم پړاو کې به هم د ۱.۵ میلیونه وکړو لپاره ۳۵۰ زره کورونه جوړ شي.
د نوي کابل ښار ماسټر پلان درې فازه او يو کرنيز اقتصادي زون لري چې هر فاز يې څو بېلابېل پارسلونه يا برخې لري.