کابل/ باختر/ دکب دمياشتې اتمه
په ارګون ولسوالۍ کې به د شاوخوا (۶۰) ملیونو افغانیو په لګښت پروژې پلې شي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت باختراژانس ته وويل چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالي کې به د شاوخوا شپېتو ملیونو افغانیو په لګښت بېلا بېلې پروژې د یوې اوونۍ په ترڅ کې پلې شي.
ده زياته کړه چې په دغو پروژو کې د يو سلو شپږدېرشو ملیونو افغانیو په لګښت اته کیلو متره سړک، اتیا متره پل، د اوبو شبکې، د دهنې بند او کانال، د نږدې پنځو ملیونو افغانیو په لګښت د زامې سربند او کانال، د اوولسو ملیونو افغانیو په لګښت د کرنې مسلکي انسټیټیوټ ودانۍ جوړول، د لسو ښوونځيو د بیا رغول او د زرګونو جریبو ځمکو د بېلابېلو میوه لرونکو بڼوڼه شامل دي.
وحدت له اړوندو وزارتونوڅخه هيله څرګنده کړه چې په دغو برخوکې له پکتيکا ولايت سره لا نوره همکاري هم وکړي.
0 1 دقیقه لوستل