خبرونهاقتصادټولنه

د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت، په کابل کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د غويي ۱۳مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند په قلعه واحد، د وردګ بابا جومات شاته، سرای هراتي او غازي محمد جان خان ښارګوټي په سیمو کې؛ د کوڅو جوړولو څلور پروژې بشپړې او د ښاروالۍ د مسئولینو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، ویلي چې دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري زمینو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ملګرو ملتو سازمان د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه او پلې شوې دي.
هغه د سیمې له اوسېدونکو څخه غوښتي چې، د نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پام وکړي چې له ویجاړېدو څخه یې مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او ګڼ شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته