خبرونهامنیتټولنه

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له لوري د کابل – جلال آباد لویه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

کابل، د وري ۱۰مه، باختر

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېیمې پلې لوا تېره ورځ د سېلابونو له راوتلو له کبله د کابل – جلال آباد لویه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه خلاصه کړه.

دغه لاره پرون ورځ په ماڼو کلي، خاکي تونل او ګوګا منډې سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله د کابل – جلال آباد لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.

دغه راز د لارې په اوږدو کې په بند پاتې مسافرو باندې د سروبي د درېیمې پلې لوا منسوبينو د روژه ماتي په موخه خوراکي توکي هم ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه کړې او لا هم دې برخه کې خدمت ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress