خبرونهاقتصادTOP

د ۲.۷ ميلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د افغانستان برېښنا شرکت او چینايي شرکت ترمنځ د مېټرونو تړون لاسلیک شو

کابل، غبرګولي ۱۴مه، باختر 

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه، د مېټرونو جوړولو چینايي (شینزین کلو) شرکت له استازي سره، د ۲.۷ ميلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د یو فاز او درې فاز مېټرونو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې یاد شرکت به ۱۵۰ زره د برېښنا یو فاز او درې فاز معیاري مېټرونه تولیدوي چې افغانستان ته له راواردېدو سره سم به د برېښنا شبکې کې وکارول شي.

همدا رنګه، د یاد شرکت مېټرونه د برېښنا له ټاکلو معیارونو سره سم جوړېږي او برېښنا شرکت به یې د شبکې اصلاح او نوې پراختیا برخو کې وکاروي.

ویل شوي چې د برېښنا مېټرونو په برخه کې پېرودونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د نویو مېټرونو په واردېدو او پېرودونکو ته د هغو په وېشل کېدو سره به ستونزې حل او پېرودونکي به معیاري مېټرونه په مناسبه بیه تر لاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته