خبرونهامنیتTOPټولنه

د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو بغلان کې په سېلابونو کې لسګونه بند پاتې هېوادوال ژغورلي

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر 

ملي دفاع وزارت وايي، چې د بغلان ولايت مرکز چهارشنبه تيپه د جرخوشک په سیمه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو په سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال چې په کې ښځې او ماشومان شامل وو، ژغورلي دي.

دغه  وزارت زیاته کړې، چې همدارنګه د يادې قول اردو قرارګاه او جزوتامونو ته دنده سپارل شوې، چې په سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال او وسایط د شته امکاناتو نه په استفادې سره وژغوري او اوسمهال هم د يادې قول اردو د انجنيري کنډک او حمایوي پرسونل په بشپړه توګه چمتو او په متضرر سيمو کې په کار بوخت دي.

د لوموړنیو معلوماتو له مخې؛ د بغلان په پلخمري، برکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې پرون د سېلابونو راوتو له امله ۵۰ تنه مړه شوي، چې ډېره مرګ ژوبله یادو سېلابونو د مرکزي بغلان په لقیانو او شیخ جلال سیمو کې رامنځته کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته