کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ قول اردو له قومندانۍ څخه د سلګونه ځوانو منسوبینو د فارغېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ښوونیز مرکز څخه څه باندې ۸۰۰ ځوان منسوبین له ۳ میاشتنيو مسلکي زده کړو څخه وروسته د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یادو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ٢٠٩ الفتح قول اردو مشرتابه او د شمال زون ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو هم ګډون درلود.
د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت د یادو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې ویلي چې د افغانستان اسلامي پوځ د غليم پر وړاندې ډال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنې سرښندونکي دي.
هغه زیاته کړې، چې دغه اسلامی پوځ به د اسلامي ارزښتونو خپلو خلکو او خپلې خاورې ساتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې پرون د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه هم ۱۲۲۵ تنه ځوان منسوبین د حربي ښونځي د ۸ مې دورې له پوځي بنسټیزو ۳ میاشتنیو نظري او عملي زده کړو څخه وروسته فارغ شوي وو.