خبرونهامنیت

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوندې دویمه لوا کې د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې

کابل د وږي ۲۷ مه، باختر

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند دویمه لوا په انګړ کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جومات د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو دویمې لوا په انګړ کې د ملي دفاع وزارت په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې پيل شوي، چې په نږدې ورځو کې به یې کارونه بشپړ او د لمونځ کوونکو پرمخ به پرانیستل شي.

دغه نوی جوړېدونکی جومات به په یوه وخت د ۴۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته