خبرونهامنیت

د ۲۰۵ البدر قول اردو کې لسګونه بېلا بېل وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر 

د ۲۰۷ البدر قول اردو مسوولین د دغه قول اردو په څلورمي پلې لواء کې د لسګونه بېلا بېلا وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.

۲۰۵ البدر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د څلورمي پلې رواحه لواء کې لسګونه ډول ډول نظامي وسایط ترمیم شوي دي، 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ترميم شویو وسايطو کې  ۱۸ هاموې ټانګونه، څلور امبولانس، دوه کرېن او ۲۷ انټرنېشنل موټر شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د تخینکي ټیمونو له لوري زرګونه سپکې او درنې وسلې او وسایط بېرته ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته