خبرونهامنیت

د ۲۰۵ البدر قول اردو له ځانګړي ځواک څخه ۱۰۰ تنه فارغ شول

کابل، د مرغومې ۶مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو د ځانګړي ( البدر ځواک) څخه ۱۰۰ تنه ځوان منسوبین له دوه میاشتني بېلابېلو مسلکي  زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

ملي دفاع وزارت ویلي چې د یادو کسانو په فارغت غونډه کې مسؤولینو فارغ شویو سرتېرو ته سپارښتنې وکړې چې په شوق سره د اسلامي نظام خدمت او په مېړانه ترې ساتنه وکړئ.

هغوی دغه راز زیاته کړه چې په خپلو مسؤولیتونو کې غفلت ونه کړئ او درسپارل شوی مسوولیت په ښه شکل ادا کړئ.

ورته مهال یادو فارغانو هم ژمنه وکړه چې له اسلامي نظام او هېواد څخه به د سر په بیه دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته