د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري ۲۰ هاموې ټانکونه ترمیم شول

کابل، د کب ۲۴ مه، باختر

په لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا د انجنیري ټیم له لوري ۲۰ هاموې ټانکونه رغول شوي دي.

د څلورمې پلې لوا ویاند محمد نو روز ځلاند د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې دغه ټانکونه د بېلا بېلو تخنیکي عوارضو له امله ویجاړشوي وو، د یادې لوا د انجنیري او تخنیکې برخې د منسوبینو په هلو ځلو بېرته په اساسي توګه ترمیم او فعال شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه لوا د تخنیکي ټیم له لوري لسګونه عرادې، ټانکونه، رنجرې او انټرنیشنل وسایط هم ترمیم شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته