کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو له لوري په ننګرهار ولایت کې له سېلابونو څخه د سلګونه کورنیو د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ٢٠١ خالد بن ولید (رض) قول اردو د عبدالله بن مسعود (رض) ۳مې پلې لوا د لومړي پياده او څلورم ملاتړیزو کنډکونو منسوبینو او پرسونل له سلګونه کورنیو سره بېړنۍ مرسته ترسره کړې ده.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د یادو کنډکونو منسوبینو او پرسونل له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې او سره رود ولسوالۍ بېلابېلو ساحو او د جلال آباد ښار په مختلفو ساحو کې په سېلابونو کې بند پاتې سلګونه کورنۍ ژغورلې او د ثقیله پوځي وسایطو په ذريعه یې خوندي ځایونوته انتقال کړې دې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د يادو کنډکونو منسوبینو او مسلکي پرسونل د انجینري وسايطو لوډر، بلډوزر او وسایطو په واسطه ځينو ساحو کې د سېلاب مخه بنده کړې، ترڅو د لازياتو زيانونو اوښتو مخنيوی وشي.
د یادونې وړ ده، چې د ورستیو ورښتونو له کبله د هېواد په یو شمېر سیمو کې سېلابونه را وتلي، چې مالي زیانونه یې هم اړولي دي.