خبرونهامنیتTOP

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له نظامي ښوونیز مرکز څخه ۸۵۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید له نظامي ښوونیز مرکز څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۸۵۰ سرتېري له درې میاشتنیو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د یادو سرتېرو په فراغت غونډه کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل ډېر خوښ يم چې دغه وياړلي مجاهدين په پوره مېړانه د اسلامي نظام ساتلو په خاطر معسکرات وکړل او خپلو خلکو ته د ډاډمن امنيت راوستلو په موخه روان دي.

برادر اخوند زیاته کړه، چې دا هېواد او آزادي موږ ته چا خيرات نه ده راکړې دا مو د ډېرو او بې شمېره فدايانو، استشهاديانو د غوښو او هډوکو او د مجاهدينو د قربانيانو په بدل کې ګټلې ده.

نوموړي وویل چې د اسلامي امارت ټول مشران او مسوولين که په هر مقام کې دنده پرمخ وړي ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او دې ته ژمن دي چې يوه مجهزه، منظمه او پرمختللې ملي اسلامي اردو جوړه کړي، ترڅو په ښه شان سره د اسلامي نظام او ګران هېواد افغانستان د مقدسې خاورې او ميړنيو ولسونو څخه کلکه دفاع او ساتنه وکړي.

ورته مهال یادو فارغانو خپل ورزشي نمایشات او نظامي مانورونه په عالي نظم سره د مسؤلینو په حضور کې تر سره کړل او مشرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د خپل ولس او د هېواد له سرحداتو څخه به په کلکه دفاع کوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې زموږ د هېوادوالو نظم اخلال کړي.

په دې غونډه کې شيخ مولوي عبدالرحمن عمري، دارالافتاء مرستيال مفتي عبدالرؤف اطمینان، د قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د يو شمير ولايتونو واليانو، امنيه قوماندانان او ګڼ شمیر مسؤلینو رئیسانو او مجاهدینو هم ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته