کابل، د زمري ۲۲مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۱ خالد بن ولید قولو اردو تخنیکي ټیمونو له لوري د ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو تخنیکي ټیمونو په تېرو دريو کلونو کې د تيرې ادارې عارضه داره ۱۶۸۰ سپکې او درنې وسلې ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو کړې دي.
د خبرپانې د مالوماتو له مخې په یادو ترمیم شویو وسلو کې ډيسي توپونه، بي ام ۱۲ ميزايلو دستګاوې، دافع هوا، دهشکې، پيکاه، ايم ۴، اګايز، اس پي جي ۹، نارنجک، کلاشينکوف، تومانچې او ګڼ شمېر نورې وسلې شاملې دي.