امنیت

د ۱۹ تنو ډار اچوونکو وژل کېدل .

کابل باختر / د وري ۲۷مه
د هېواد په بېلا بېلا سیمو کې د ګډو افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه  ډار اچوونکي ووژل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې : د ملي دفاع وزارت وایي چې ګډو افغان ځواکونو په تېرو۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات تر سره کړي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د ډار اچوونکو د یوه قوماندان په ګډون ۱۹ تنه ډار اچوونکي  وژل شوي  او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي .
دغه عملیات د هوایی او توپچي ځواکونو له خوا په  ننګرهار ، کاپیسا ، خوست ، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، قندهار ، روزګان ، هرات ،فراه ، بلخ ، فاریاب ، بغلان او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي .پای/ ځدران

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته