خبرونهTOPښوونه او روزنه

د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لومړی پړاو نن د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو

کابل، د غبرګولي ۱۸مه، باختر

د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لومړی پړاو د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې نن هرات ولایت ته د ازموینو ملي ادارې د رئيس د سفر په ترڅ کې د نوموړي او یو شمېر نورو ځايي چارواکو له لوري رسما پیل شو. 

د ازموینو ملي ادارې د مالوماتو له مخې سږ کال به د کانکور ازموینه په ۵ پړاوونو کې واخیستل شي، چې په لومړي پړاو کې د میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونه شامل دي. 

Ps20240611

د پورتنیو ولایتونو د کانکور ګډونوالو د بایومتریک لړۍ د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شوې وه. 

د یادې ادارې له لوري د ټاکل شوي مهال وېش په مخې به په دویم پړاو کې د مرکز کابل ښار او لسوالیو د ۱۲م ټولګیو له زده کوونکو څخه د چنګاښ په لومړۍ او دویمه نېټه د کانکور ازموینه واخیستل شي. 

د ازموینو ملي ادارې چارواکو څو ورځې وړاندې په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، چې د کانکور ۱۵۰ زره فورمې ولایتونو ته لېږل شوې او په پلان کې ده، چې سږ کال د کانکور ازموینې له لارې ۵۶ زره ۸۷۸ تنه دولتي پوهنتونونو، ۱۰ زره ۴۴۵ تنه د شپې پوهنځیو، ۳۰۹۲ تنه دیني علومو او ۴زره ۳۳۵ تنه تخنیکي انسټیټیوټونو ته جذب شي، چې د جذب عمومي شمېر یې ۷۵ زره ۵۰۰ تنه کېږي. 

باید وویل شي؛ د یادې ادارې چارواکو ډاډ ورکړی، چې که د دوی له لوري د کانکور ازموینې چمتو شوی پلان په سمه توګه تطبیق شي نو د ۱۴۰۳ ل کال کانکور ازموینې پایلې به زمري میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته