خبرونهTOPښوونه او روزنه

د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې اخیستو لړۍ د روانې(غبرګولي) میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل کېږي

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر

د ازموینو ملي ادارې چارواکو نن په پلازمېنه کابل ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور ازموینې اخیستو لړۍ د پیل کېدو نېټې او خپلو لاسته راوړنو راپور رسنیز کولو پرمهال وویل چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې اخیستو لړۍ به د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.

د یادې ادارې رئيس شیخ عبدالباقي حقاني په دغه غونډه کې وویل چې سږ کال به د کانکور ازموینه په ۵ پړاونو کې واخيستل شي، چې په لومړي پړاو کې به په میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولايتونو کې د غبرګولي په ۱۷مه، په دویم پړاو کې به د مرکز کابل او ولسواليو له زده کوونکو څخه د چنګاښ په لومړۍ او دويمه نېټه، په درېیم پړاو کې به د بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، روزګان، بغلان او دایکنډي ولايتونو له زده کوونکو څخه د چنګاښ په ۷مه او اتمه نېټه، په څلورم پړاو کې به د ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولايتونو له زده کوونکو څخه د چنګاښ په ۱۴مه او په وروستي پړاو کې به په پلازمېنه کابل کې د کانکور متفرفه ازموينه واخيستل شي.

هغه وویل چې د کانکور ازموینې ګډون کوونکو د لومړي پړاو بایومتریک به د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.

حقاني زیاته کړه، چې د تېر يوه کال په موده کې دغه ادارې له ۱۷۰ زره کسانو څخه ازموينه اخيستې، چې په پايله کې يې ۱۲۰ زره کسانو بېلابېلو ادارو ته لاره پيدا کړې او په دندو ګومارل شوي دي.

د ازموینو ملي ادارې چارواکو همدارنګه وویل چې د تېر یوه کال په موده کې یې د دغه ادارې لپاره ۵ کلن ستراتېژیک پلان جوړولو ترڅنګ د ازموینو قانون مسوده هم چمتو او د تائيد په موخه يې د عدلیې وزارت ته لېږلې ده.

سرچینې زیاته کړه، چې تر دې دمه د کانکور ۱۵۰ زره فورمې ولایتونو ته لېږل شوي او په پلان کې ده، چې سږ کال د کانکور ازموینې له لارې ۵۶ زره ۸۷۸ تنه دولتي پوهنتونونو، ۱۰ زره ۴۴۵ تنه د شپې پوهنځیو، ۳۰۹۲ تنه دیني علومو او ۴زره ۳۳۵ تنه تخنیکي انسټیټیوټونو ته جذب شي، چې د جذب عمومي شمېر یې ۷۵ زره ۵۰۰ تنه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د ازموینو ملي ادارې چارواکو څرګنده کړه، چې که د دوی له لوري د کانکور ازموینې چمتو شوی پلان په سمه توګه تطبیق شي نو د ۱۴۰۳ ل کال کانکور ازموینې پایلې به د زمري(اسد) میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته